یو شمېر ایرانیانو د خپل هېواد د بهرنیو چارو پر مرستیال وزیر عباس عراقچي وروسته له هغې سخت انتقادونه کړي چې نوموړي وویل، د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې به له خپل هېواده افغان کډوال وباسي.
د تسنیم په نوم د ایران نیمه دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ پر عراقچي انتقاد کړی او ویلي یې دي "کاش چې تاسو داسې څرګندونې نه وای کړې."
د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس وايي، ځیني انتقادونه تر دې هم سخت و.
د ایران یو محافظه کار سیاسي فعال علي نادري پر خپل ټوېټر لیکلي:
"له دندې څخه د عراقچي لېرې کول به د نوموړي د دې لویې تېروتنې په وړاندې تر ټولو کم غبرګون وي."
ځینو نورو بیا له ایرانه د امریکا د بندیزونو په عکس العمل کې د د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر څرګندونې "تر فشار لاندې ګډوې وډې" بللي او نوموړی یې تورن کړی چې افغانان له امریکا د امتیاز اخیستلو په موخه د یوې وسیلې په توګه کاروي.
عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل، که چېرې د امریکا بندیزونه د ایران خام صادرات صفر ته راکم کړي، ممکنه ده چې موږ له خپلو افغان خویندو وروڼو وغواړو چې ایران پرېږدي.
د نوموړي په وینا، دا ځکه چې د افغان کډوالو مېلمه پالنه ایران ته هر کال د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت تمامېږي.
اټکل کېږي چې شااوخوا درې میليونه افغان کډوال او کارګر دا مهال په ایران کې مېشت دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عراقچي د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي، د ایران له دولته غواړي چې له افغان کډوالو سره دې د کډوالو په څېر چلند وکړي.
ایران له اوږدې مودې راهېسې له خپلې خاورې افغان کډوال په جبري توګه اوباسي.
د کډوالو نړیوال سازمان IOM وايي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه هېواد ته نږدې اته زره افغانان په جبري توګه ایستل شوي دي.