د عدلي او قضايي مرکز محکمو ۳۱ کسان مجازات کړل

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو د قاچاق په تور (۳۱) کسان مجازات کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې (۳۱) کسان له (۵۷) کیلو ګرامو هیروئینو، (۱۶) کیلو ګرامو مورفینو، (۴۱۷) کیلو ګرامو تاریاکو، (۳۵۱۶) کیلو ګرامو چرسو او (۷۸۱) ګرامو شیشې سره نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم دې مرکز ته (۳۴) تورن کسان معرفي شوي چې له دې جملې څخه (۱۶) کسانو یې غوښتل چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هند او سعودي عربستان ته نشه يي مواد قاچاق کړي.