په هلمند ولایت کې د نشه يي موادو یوه کارخانه او یوه زېرمه ویجاړه شوه.
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړیو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په مارجې ولسوالۍ کې د هیروئینو په یوه کارخانه کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه امونیم کلورایډ (۶۰) کیلو ګرامه کاربن، څو کیلو ګرامه تاریاک او د هېروئينو د جوړولو له يو شمېر وسائلو سره یوځای له منځه وړي دي.
په دوهمه پېښه کې د سنګین ولسوالۍ پر یوه کارخانه باندې د عملیاتو په نتیجه کې (۴۷۰) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۱۰) کیلو ګرامه خشخاش او (۵۰) کیلو ګرامه بنګ تر نیولو وروسته سوځول شوي دي.