د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د سولې د شپږم دور مذاکراتو په ختمېدو سره د دغه بهیر په چټکتیا او بین الافغاني خبرو اترو ټینګار کوي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له وروستیو خبرو اترو تر ترسره کېدو وروسته، د افغانستان د سولې عالي شورا دغه خبرې ګټورې وګڼلې او ټينګار یې وکړ چې په راتلونکي اووم دور مذاکراتو کې باید بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي.
د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"د دې اړتیا ده چې افغانان په خپلو کې سره کېني او بیا همدوی نړیوالې ټولنې یعنې له امریکا سره توافق ته ورسېږي، مخکې له شپږم دوره دا هیلې وې، خو ونه شوې او د راتلونکي اووم دور مذاکراتو لپاره د دې جدي اړتیا ده او بریالۍ خبرې اترې به هغه وي چې افغانان پکې شامل وي."
د سولې د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه داسې مهال کېږي چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پرون پای ته ورسېد.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظر یې په حوصله واورېدې.
ښاغلي مجاهد وویل چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده کې له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو او ځینې لا پاتې دي.
د مجاهد په وینا، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاری نیسي.
له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پړاو بشپړ شوی دی.
زلمي خلیزاد د قطر د مذاکراتو په اړه په خپل یوه ټوېټ کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د چوکاټ ټاکلو په اړه د خبرو پړاو بشپړ شوی، خو وایي چې باید دغه بهیر چټک شي.
ښاغلي خلیلزاد په دغه لړ کې راپېښو چېلنجونو ته په اشارې وویل:
د افغان سولې لپاره د امریکا مرکچي زلمی خلیلزاد
"مونږ په قطر کې خبرې سرته ورسولې، مونږ په افغانسان کې د جګړې د ختمولو لپاره د چوکاټ د ټاکلو پر وړاندې ورو، خو سم پرمختګ کړی دی، اوس به یې مونږ د عملې کولو لپاره په مهمو ټکو کار کوو."
زلمي خلیلزاد همدارنګه په یو بل ټوېټ کې لیکلي چې په داسې وخت کې چې جګړه زیاتېږي او بېګناه خلک وژل کېږي، نو د خبرو اوسنی بهیر پوره نه دی.
هغه ولیکل:
"چې جګړه زیاتېږي او بېګناه خلک وژل کېږي، نو د خبرو دا اوسنی بهیر پوره نه دی. مونږ ګړندي او چټک پرمختګ ته اړ یوو او مونږ اوس هم په هغه وړاندیز ولاړ یوو چې ټولې خواوې دې په تشدد کې کمښت راولي."
په ورته وخت کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي د سولې شپږم دور مذاکرات هیله بښوونکي ګڼي او وايي، په راتلونکي اووم دور مذاکراتو کې به خبرې حل او فصل شي.
پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
"شپږم پړاو خبرې مثبتې وې، البته په ځنیو جزیاتو کې خبره پاتې ده چې هغه به په راتلوونکي اووم پړاو کې بشپړ شي، زما په اند ټولې خبرې به په ۷ پړاو کې حل او فصل شي."
که څه هم طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې افغانان له بل هر وخته زیات سولې ته نږدې شوي دي.
راپور: ناجیه ساپۍ