IOM: په یوه اوونۍ کې له ایرانه نږدې ۸ زره افغانان جبري ایستل شوي

ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور

د کډوالو نړیوال سازمان IOM د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه هېواد ته د نږدې اته زره افغانانو د جبري ستنولو خبر ورکوي.

IOM په خپل اوونیز راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې د شنبې تر ورځې پورې د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې دیارلس زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، خو له دې ډلې ۷۹۹۰ کسان د ایران حکومت افغانستان ته ډیپورت کړي دي.

د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیله د شنبې تر ورځې له ایرانه ۷۰۴۷۰ افغانان په خپله خوښه ستانه شوي او ۸۶۷۸۲ نور په زور ایستل شوي دي.

همداراز د روان میلادي کال له پیله له پاکستانه ۸۸۲۰ افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او ۱۸۹۱ نور په جبري ډول ایستل شوي دي.

د IOM د ارقامو له مخې، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه هم د روان میلادي کال له پیله ۶۴۳ افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۰۷ کسان په خپله خوښه او ۳۳۶ نور په جبري ډول استول شوي دي.