څارونکي: د جرمني پولیسو له یوه افغان کډوال سره ناوړه چلند کړی

د جرمني د پولیسو یو انځور

د اروپايي شورا یوې څارونکې ډلې د جرمني پر پولیسو تور لګولی چې له یوه افغان سره یې خپل هېواد ته د جبري ستنولو پرمهال ناوړه چلند کړی دی.

د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېټې پرون په یوه راپور کې وویل، د یوه چا شکنجه کول داسې چې له خاصو اندامونو یې کلک نیسي، هغه تکنیک دی چې هدف یې په واضح ډول د سخت درد ورکول دي او دا هم زیاتی دی او هم ناروا عمل دی.

دا کمېټه په خپل راپور کې وايي، تېرکال په یوه الوتنه کې دوی ته څرګنده شوه چې د جرمني د فدرال پولیسو یوه افسر دا طریقه پر هغه افغان کډوال وکاروله چې په جبري ډول افغانستان ته استول کېده او ده مقاومت کاوه.

راپور یادونه کوي چې یوه افسر خپل لاسونه د دې افغان له اورمېږه داسې تاو کړي وو، چې هغه په سختۍ سا ایسته.

د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې په یوه الوتنه کې ۴۶ افغانان چې د کډوالۍ درخواستونه یې رد شوی وو، د مونشن له هوايي ډګره کابل ته واستول شول.

د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېټې سپارښتنه کړې چې د دې طریقې د کارولو د مخنیوي لپاره باید سمدستي اقدام وشي.

برلین ویلي، دا سپارښتنه فدرال پولیسو ته استول شوې، څو لازم اقدامات وکړي.