شمالي کوریا پرون دوه توغندي چې ښکاري له لنډ واټن ویشتونکو میزائیلو به وي، پرون وازمایل.
دا له یوې اوونۍ په لږه موده کې د پیونګ یانګ دوهمه ډا ډول ازموینه ده.
دا ازموینه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او شمالي کوریا په اړیکو کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی.
د دې ازموینې د خبر له خپرېدو وروسته د متحدایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د پیونګ یانګ له دې اقداماتو هېڅ څوک نه دي خوښ.
جنوبي کوریا ویلي چې د دې ازموینې علت ښايي د شمالي کوریا نارضایتي وي، ځکه پر دې هېواد د امریکا د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.
له دې ازموینې سره په یوه ورځ متحدایالاتو اعلان وکړ چې د شمالي کوریا یوه باروړنکې کښتۍ یې ضبط کړې ده.
د امریکا عدلیې وزارت پرون وویل، دا کښتۍ چې شمالي کوریا ته یې د ډبرو سکاره لېږدول، ځکه ضبط شوې چې د شمالي کوریا د اټمي او توغندیو د پروګرام له وجې پر دې هېواد د امریکا او ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه یې سرغړونه کړې ده.