کندهار کې د جنرال عبدالرازق په نوم د فوټ‌بال ټورنمنټ پیل شوی

ارشیف، افغانستان کې د فوټبال لوبه

په کندهار ولایت کې د جنرال عبدالرازق په نوم د فوټ‌بال ټورنمنټ پیل شوی دی.

د دغه ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې چې د کندهار په ملي جمنازیم کې جوړ شوی ۳۲ لوبډلو ګډون کړی دی.

په‌دغه ټورنمنټ کې هر ورځ دوه لوبې کېږي او د روژې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.