روسیې نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۴مه کلیزه ولمانځله

د مسکو په سره میدان کې پوځي رسم ګذشت

روسیې نن د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۴مه کلیزه ولمانځله.

د مسکو په سره میدان کې دا ورځ په پوځي رسم ګذشت سره ولمانځل شوه.

ولسمشر ولاديمير پوتین، صدراعظم دمتري مدودف او د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف هم په مراسمو کې ګډون وکړ.

پوتین د رسم ګذشت په پرانیسته کې ادعا وکړه چې له نازي جرمني څخه د اروپا اصلي ازادوونکی شوروي اتحاد و او د اوکراین پلازمېنه کیف‌يې د روسیې لرغونې پلازمېنه وبلله.

ده وويل:

"موږ ورځ په ورځ د خپل ملت د جګړې بريا پېژنو. دا په مشخصه توګه زموږ ملت وو چې وطن‌يې وژغوره او دفاع‌يې وکړه چې د ټول انسانیت لپاره هیله او ژغورونکی شو او د اروپايي هېوادونو اصلي ازادوونکی شو."

پوتین د پنجشنبې په ورځ کرملېن ته نږدې د یوه ګمنام سپاهي پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

منتقدین وايي، د دې ورځې له لمانځلو د پوتین اصلي هدف خپل قدرت ښکاره کول دی.

د روسیې دفاع وزارت مخکې وويل چې ۱۳ زره پوځيانو او ۱۳۰ پرمختللو وسلو په دغه رسم ګذشت کې برخه درلوده.