د ارزګان چارواکي: په هوايي حملو کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار

د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ غړي وژل شوي او یو کوچنی ټپي شوی دی.

د ولایتي شورا غړي محمد کریمي نن پنجشنبه سهار ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د ترینکوټ ښار اړوند د سرتور بابا په سیمه کې پر یو کور کړی.

د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین‌الله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماښام له یادې سیمې یوازې ماشوم ورته وروړل شوی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ او د غوڅ ملاتړ مأموریت له مسؤلینو سره هم خبرې وکړې، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو د دغه ولایت د څلورمې پلې لوا مسؤلین بیا دا خبرې ردوي چې دغلته دې په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي وي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې افغان او بهرنیو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند چینو، خانقه او سرتور بابا سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.