په هرات کې د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

په هرات کې د یوې کورنۍ درې ماشومان په موټر کې د اکسیجن د کمي له کبله مړه شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې په یوه موټر کې پاتې شويو کوچنيانو ته د کافي اکسیجن د نه‌رسېدو له کبله له مړو شويو څخه دوه‌يې په موټر کې او یوه بل‌يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د دې روغتون رئیس محمد عارف جلالي ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ وشوه او د دغو کوچنیانو مور او پلار د متوسطه طب په انسټټیوټ کې ازموینه درلوده.

ده وويل:

"دوه نجونې یوه اته کلنه او څلور کلنه او بله‌يې یو کلنه چې پلار يې په موټر کې پرېښي وو. هغوی په ازموینه بوخت وو. کوچنیان د ګرمې هوا او اکسیجن د نشتوالي له کبله له تنفسي ستونزې سره مخامخ شوي، دوه کوچنیان هملته مړه شوي او یو کوچنی ژوندی وو، د روغتون په عاجل اطاق کې يې ساه ورکړه."

ښاغلي جلالي زیاته کړه چې د دغو کوچنيانو مور او پلار دوی په موټر کې دننه بند پرېښي وو او د موټر دروازې او ښيښې یې تړلې وې.