د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي وايي، هېواد يې ښايي د بندیزونو د زیاتېدو له امله له خپلې خاورې افغان کډوال وباسي.
د ایران رسمي خبري اژانس ارنا د عراقچي څخه په نقل ویلي، په ایران کې دا مهال درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې دوه میلیونه کاري فرصتونهيې نیولي او په کلني له ایرانه له درېیو تر پنځو میلیارده یورو بهر وباسي.
نوموړي ویلي، ۲۶۸ زره افغان زدهکوونکي په ایراني ښوونځیو او ۲۳ زره په پوهنتونونو کې وړیا زدهکړې کوي چې دا پر ایران زیات مالي فشار راولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که پر هېواد يې بندیزونه زیات اغېز وکړي او د تېلو صادراتيې صفر شي، ایران مجبور دی چې افغان کډوال وباسي.
پهدې وروستیو کې پر ایران اقتصادي بندیزونه زیات شوي او همدا دلیل دی چې پهدې هېواد کې د اقتصادي ستونزو د زیاتوالي له امله زرګونه افغان کډوال په داوطلبانه ډول له دې هېواده وتلي دي.