د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیهیې دوه ډیپلوماټان له خپلې خاورې شړي.
مسکو وروسته تر دې دا اقدام وکړ چې استکهلم د روسیې دوو ډیپلوماتانو ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړه.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ تر دې مخکې بله ډیپلوماتیکه لانجه دا وه چې سویډن تور پورې کړ چې روسیه په سویډن کې جاسوسي کوي.
د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ویاند راسموس الجانس کوګ پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، د سویډن له دوو ډیپلوماتانو غوښتنه شوې چې د روسیې له خاورې ووځي او موږ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت پر دې پرېکړې خوابدي یوو.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې مسکو وروسته تر دې دا پرېکړه کړې ده چې سویډن د یوه روسي ډیپلومات ویره تمدید نهکړه او د ویزې لپارهیې د روسیې د یوه بل ډیپلومات غوښتنلیک رد کړ.