د امریکا د متحده ایالاتو جګپوړی پوځي چارواکی وایي چې متحده ایالات دې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د ترورېزم ضد ځواکونه وساتي.
د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل چې تر هغو پورې د ترورېزم پر ضد په افغانستان کې ځواکونو ته اړتیا شته چې ترهګر پهدغه هېواد کې نهوي ځپل شوي.
امریکایان د اوس لپاره له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې مخته وړي او طالبانو ویلي دي چې د سولې لپاره د دوی یو اصلي شرط دا دی چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.