ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ خبرې دوام پیدا کړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې په کابل کې به پرونی برید د طالبانو او امریکایانو پر خبرو سیوری وغوړوي.
په کابل ښار کې پر کاونټر پارت مؤسسې چې د امریکا متحده ایالاتیې تمویلوي د طالبانو پرونی برید د ماښام خواته پای ته ورسېد، خو دا حمله په داسې وخت کې شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس څرګنده کړه چې پر داسې مؤسسې حمله چې له عادي خلکو سره مرسته کوي او خبریالان روزي یو بېمعنی خشونت دی.
Strongly condemn Taliban attack against U.S. NGO in Kabul today. The targeted organization helps local communities, trains journalists and supports the Afghan people. For this, it is the target of senseless violence. Thanks to Afghan Security Forces for rapid response.
— John R. Bass (@USAmbKabul) May 8, 2019
جان بس د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه هم کړې ده چې ډېر ژر لاس په کار شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې امنیتي ځواکونو ۲۰۰ ملکیان وژغورل.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"له بدهمرغه پهدې پېښه کې زموږ پنځه تنه ګران هېوادوال د ځانګړو پولیسو د یوه غړي او یوې ښځې په ګډون شهیدان شوي دي او ۲۴ تنه نور چې ټول ملکیان دي ټپیان شوي دي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو له ښه مرغه په مېړانې ۲۰۰ تنه چې د کاونټر پارت مؤسسې غړي وو، وژغورل."
په ټپیانو کې یو بهرنی دی او پنځه سره برید کوونکي پهدې حمله کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یوناما په یوه بیان کې دا برید وغانده او یاغیانیې تورن کړل چې قصداً د ملکیانو پر مرستندویه مؤسسو بریدونه کوي.
Civilians are #NotATarget -UNAMA condemns Taliban deliberate targeting of civilian aid org, Counterpart International @counterpartint in civilian area of #Kabul #Afghanistan. Today’s attack particularly deplorable, hitting civilians helping Afghans & taking place during Ramadan pic.twitter.com/pZZbKqXWeN
— UNAMA News (@UNAMAnews) May 8, 2019
جمهوري ریاست بیا په یوې اعلامیه کې د طالبانو دا حمله د سولې د مشورتي جرګې له غوښتنو سره په تضاد کې بللې ده او څرګنده کړې یې ده چې طالبان د افغانانو سوله غوښتونکو هڅو ته مثبت ځواب نهورکوي، نو که دوام ورکړي د حللاره د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی ځپل دي.
- دا ډول بریدونه به په قطر کې د سولې روانې خبرې ګډوډې کړې؟
د متحده ایالاتو په هارتفورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد ویس وردک پهدې باور دی چې د سولې پروسه اوږده ده او دا ډول بریدونه بهیې اغېزمنې نهکړي.
دی وايي:
"کهیې تأثیر کولای دا خبرې بهیې ځنډولې وی، نو اغېز بهیې نهوي ځکه چې جګړه لا له سیاسي پلوه ختمه نهده دا د سولې مذاکرات د همدې لپاره دي چې جګړه ختمه کړي. هغه ورځ زلمي خلیلزاد هم دې خبرې ته اشاره وکړه او ویېویل که موږ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړو او دوی د یوې ترورېستي ډلې په صفت وپېژنو، ایا دا به ویني کمې کړي؟ ایا دا به جګړه ختمه کړي؟"
Your browser doesn’t support HTML5
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه د سولې خبرې له امریکایانو سره د سهار ۱۰ بجې پیلېږي او د ماسپښین تر درې بجو به دوام وکړي.
په کابل کې روان کال بریدونه کم شوي دي، خو بیا هم د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر ټپیان شوي دي.