رستمي: په ۷ ولایتونو کې به د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي, 23Jan2018

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې طرحې له جوړېدو خبر ورکوي چې پر بنسټ به یې په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه طرحه د وروستي کېدو په حال کې ده:

"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط برابر دي."

نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي.

د کرنې وزارت وايي، د یادو باغونو په جوړېدو سره به د بڼوالو اقتصادي وضعیت هم بدلون وکړي او هېواد ته له نورو هېوادونو د خرما واردات به هم راکم شي.