د کانګرس ځیني غړي له اوکراین د امریکا د سفیرې وتل سیاسي عمل بولي

په اوکراین کې د امریکا سفیره ماري یووانویچ

د امریکا په کانګرس کې دوه مخکښ ډموکراتان وايي، له اوکراینه د امریکا د سفیرې له وخته مخکې وتل ښايي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې له‌خوا کومه سیاسي انګېزه ولري.

د امریکا د استازو په مجلس کې د ډموکراتانو مخکښ غړي سټیني هویېر او د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس ایلیوټ اینګل د سې شنبې په ورځ په‌دې اړه په یوه خپاره کړي بیان کې پوښتنه کړې چې ولې د امریکا سفیره ماري یووانویڅ د مې میاشتې په پای کې دوه میاشتې مخکې تر هغې چې مأموریت‌یې په رسمي توګه پای ته رسېږي له اوکراین وځي.

دې امریکايي ډیپلوماتې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو دواړو ادارو کې کار کړی.

نوموړې په‌دې وروستیو کې د اوکراین د لوی څارنوال له‌خوا په څرګنده د غیر عادي انتقادونو سره مخ وه چې په امریکا کې محافظه‌کارو ته نږدې رسنیو دې انتقادونو ته پراخ پوښښ ورکاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ تأیید کړې چې ماري یووانویڅ تر وخت مخکې له اوکراین وځي، خو په دې اړه‌یې له زیاتې تبصرې ډډه وکړه.

نوموړې په اوکراین کې د نوي ولسمشر په توګه د ولودیمیر زلنسکي د لوړې تر مراسمو مخکې له دې هېواده بېرته واشنګټن ته ستنېږي.