دوو سعودي خویندو چې ګرجستان تهیې پناه وړې وه، د سې شنبې په ورځ د دې هېواد پاسپورټونه ترلاسه کړل.
دې نجونو ویلي وو، که بېرته سعودي عربستان ته واستول شي وبه وژل شي.
۲۵ کلنې وفا الصباحي او ۲۸ کلنې محا الصباحي د سې شنبې په ورځ په یوه لنډه وېډیو کې وویل، د ګرجستان پاسپورټونهیې ترلاسه کړي او اوس یو بل هېواد ته د تلو نیت لري.
هغوی په ګرجستان کې د خپلو ملاتړو مننه وکړه، خو دا یې روښانه نهکړه چې راتلونکی پړاو یې په کوم هېواد دی.
دې دواړو خویندو، د اپرېل په ۱۸مه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی له سعودي څخه د تېښتې لپاره ځکه ګرجستان انتخاب کړ چې سعودي وګړي ګرجستان ته د تلو لپاره ویزې ته اړتیا نهلري.
تر دې مخکې یوه بله عربستاني نجلۍ د جنورۍ په میاشت کې د تایلنډ د پلازمېنې بنکاک په هوايي ډګر کې ویلي و چې خپل هېواد ته ستنېدلی نهشي.
هغه مهالیې د کاناډا لهخوا د پناه غوښتنه منل شوې وه.