روسیه اروپايي ټولنې ته د نفتو صادرات بېرته له سره پیلوي

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک

د روسیې د انرژۍ وزیر وايي، د مې میاشتې له نیمايي به د یوې مهمې نل‌لیکې له لارې اروپايي ټولنې ته د نفتو صادرات بېرته له سره پیل شي.

د اپرېل په ۲۵مه نېټه له دې نل‌لیکې څخه د انتقالېدونکو تېلو ککړتیا د تېلو د بهیر د ځنډ سبب شوه.

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک پرون وویل، د څېړنو په ترڅ کې څلور تنه د تېلو د نل‌لیکې د ککړولو په تور نیول شوي دي.

ویل کېږي چې له دې پېښې وروسته، د تېلو د یو باوري صادروونکي په توګه د روسیې دریځ زیانمن شوی دی.

د روسیې خبري اژانسونو د روسیې د تېلو د وزیر له خولې ویلي چې مسکو به د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره سخت اقدامات او تدابیر خپل کړي.

د هغو شمېرو له مخې چې ځینو خبري رسنیو خپاره کړي، د اروپايي ټولنې هېوادونه په منځنۍ کچه په سلو کې ۶۰ د روسیې په تېلو او ګازو تکیه دي او د انرژۍ او د سونګ د توکو کمی دا هېواد له جدي خبرداري سره مخ کولای شي.