د پاکستان په لاهور ښار کې چاودنې لږ تر لږه ٢ کسان ووژل

ارشیف، د پاکستان په لاهور کې شوې چاودنه August 7, 2017.

راپورونه وايي، د پاکستان په لاهور ښار کې لږ تر لږه ٢ کسان هغه وخت ووژل شول چې د صوفيانو يوه لوى زيارت ته نږدې چاودنه وشوه.

د دې چاودنې په اړه چې نن شوې نور جزئيات نه‌دي ورکړل شوي، خو ځيني راپورونه وايي علت‌يې هغه بم و چې امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى شوى و.

دغو امنيتي ځواکونه د داتا دربار زيارت ساتنه کوله چې په جنوبي اسيا کې له لويو زيارتونو څخه دى.

د پاکستان دولتي ټلوېزیون راپور ورکړى چې په چاودنه کې ١٥ کسان ټپيان شوي دي.

سيمه د پوليسو له‌خوا کلابنده شوې ده.