د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د پاکستان سفیر اسلاماباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې پاڼې د پرانیستو لپاره یو فرصت بللی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا یوه خبرپاڼه وايي، حمدالله محب پرون په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره وکتل او دواړو خواوو د ولسمشر په سفر سربېره د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سیمهییزه همکارۍ خبرې وکړې.
افغان چارواکو تأیید کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکي کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه اسلاماباد ته سفر وکړي، خو د دې سفر دقیق وخت لا نهدی په ډاګه شوی.
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې زیاتېدونکې ترینګلتیا د دې سبب شوې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر ونهکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان هم له هغه وخت چې پهدې هېواد کې د لومړي وزیر څوکۍ ته رسېدلی افغانستان ته سفر نهدی کړی.