د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير په ناڅاپي سفر عراق ته تللى دى.
مايک پامپيو خبريالانو ته ويلي و چې امريکا په سيمه کې د ايران د فعاليت د زياتېدو له کبله د عراق حاکميت ته اندېښنه لري.
پرون سې شنبه بغداد ته پر لار پامپيو خبريالانو ته وويل چې له عراقي رهبرانو سره به وګوري چې ډاډ ورکړي واشنګټن غواړي د دې ټکي يقيني کولو ته دوام ورکړي چې عراق يو حاکميت لرونکى او خپلواک هېواد، دغهراز د ګاونډي هېواد ايران له نفوذه ازاد دى.
پامپيو د عراق له ولسمشر برهم صالح او صدراعظم عادل عبدالمهدي سره تر کتنې وروسته خبريالانو ته وويل، موږ دوى ته د عراق پر اهميت خبرې وکړې چې دغه هېواد دا وړتيا لري څو په خپله خاوره کې د امريکايانو ساتنه وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير تر دې مخکې په فنلند کې د شمالي قطب په غونډه کې برخه واخیستله، خو جرمني تهيې خپل پلان شوى سفر لغوه کړ.
د هغه وياند يې علت ځيني مسايل وګڼل.