دولت خان احمدزی: د کرکټ ملي ټیم مشرتابه کې بدلون غړو کې اختلافات نه‌دي راوستي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د غړو انتخابوونکی دولت خان احمدزی

د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي په سکاټلنډ کې دي او له نړيوال جام سيالیو مخکې له دغه هېواد سره لوبې کوي.

ملي ټیلم د نوي کپټان ګلبدین نایب په مشرۍ نړيوال جام سيالیو ته روان دی چې د روانې مې مياشتې په پای کې پیلېږي.

تېره مياشت دولت خان احمدزي او د ده همکارانو د افغانستان د کرکټ ملي ټیم مشرتابه ته تغییر ورکړ چې له مخې يې د بېلابېلو جوړښتونو لپاره‌یې بېلابېل کپټانونه ونومول.

په نتيجه کې اصغر افغان د ګلبدین نایب په ځای د یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه وګومارل شو.

مشرانو لوبغاړو لکه سپېنر راشد خان چې د افغانستان د ۲۰ اوریزو سيالیو د کپټان په توګه لوبېږي، پر ټولنيزو رسنیو پر دې تغیير انتقاد وکړ، خو ځیني نورو بیا د ده د انتقاد پر وخت ګوته پورته کړه.

راشد خان چې د افغانستان د ۲۰ اوریزو سيالیو د کپټان په توګه لوبېږي.

ښاغلي احمدزي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نوي کپټان د ټاکلو وخت رارسېدلی و که څه هم اصغر د نړيوال جام د ټيم غړی پاتې کېږي.

ده ويلي چې راشد او محمد نبي دواړه اوس یو لاس دي او هېڅ ډول اختلافات نه‌لري.

افغانستان څلور کاله مخکې په اسټراليا کې لومړی ځل د یو ورځنيو لوبو نړيوال جام سیالۍ وکړې، سکاټلنډ ته‌یې ماتې ورکړه او له همغه راهيسې يې پرمختګ کړی.

ښاغلي احمدزي ويلي چې د حمید حسن ګډون به افغان لوبډلې ته ګټه ورسوي او له راشد خان سره یوځای به ښې لاسته راوړنې ولري.