د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په فراه کې د تېرې یکشنبې په ورځ په هوايي حملو کې د وسلهوالو طالبانو د مخدرو موادو ۶۸ لابراتوارونه ویجاړ شوي او ۱۵۰ وسلهوال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند پهدې عملیاتو کې د ملکي وګړو وژل کېدو خبر رد کړی دی.
رویټرز خبري اژانس نن د مې په اوومه، د دفاع وزارت په حواله دا خبر خپور کړی دی.
د یکشنبې په ورځ علمیات د فراه په بکوا ولسوالۍ کې شوي دي.
د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد ویلي چې په عملیاتو کې زیات ملکي وګړي چې په هغو لابراتوارونو کې یې کار کاوه، وژل شوي دي.