د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیه قوماندان، عارف سادات او درې نور پولیس نن، د مې په اوومه، ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي، نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا کسان د قوماندانۍ ودانۍ ته نږدې په چاودنه کې ووژل شول.
په پېښه کې څلور پولیس زخمیان شوي دي.
د پېښې مسئولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی.