پکتیا چارواکي: د پولیسو یو موټر په ماین الوتی ۴ پولیس یې وژلي

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت

په پکتیا کې نن د مې په اوومه، د پولیسو یو موټر په ماین الوتی او څلور پولیس په‌کې وژل شوي دي.

دا پېښه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره عملیات پېل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی