په تخار کې د طالبانو په حمله کې ۷ پولیس وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې تخار ولایت

چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو نن د مې په اوومه سهار وختي د تخار د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړه چې اووه پولیس په‌کې وژل شوي دي.

حمله په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې شوې ده.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري دا خبر تأیيد کړی دی.

هجري د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو ته هم تاوان رسېدلی دی.

خو د هغوی د تلفاتو دقیق رقم نه‌دی څرګند شوی.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

له بله پلوه د افغانستان د سولې عالي شورا نن بیا پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.

د سولې عالي شورا غوښتنه وکړه چې داسې یو کمېسون دې جوړ شي چې د وسله‌والو طالبانو د زندانیانو د ازادۍ لپاره کار وکړي.

د شورا ویاند ازادي راډیو ته وویل چې دا کار له سولې سره مرسته کولای شي.