د سوداګرۍ او صنعت وزارت: د ټاپي پروژې ۴ برخو کې پرمختګونه شوي

د ټاپي د پروژې لوګو/ Turkmenistan. TAPI projekt.February 23, 2018

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ټاپي پروژې په څلورو برخو کې د پرمختګونو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حقوقي، مالي، تدارکاتي او تحقیقي برخې مخ په وروستۍ کېدو دي.

ښاغلي رسا زیاته کړه:

"په ټوله کې له نېکه‌مرغه د ټاپي پروژې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به موږ عملاً په افغانستان کې د دغې پروژې د عملي کار شاهدان واوسو."

شااوخوا یو کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تخنیکي چارو له پرانیستې کېږي او مسؤلینو ویلي چې تخنیکي، د ماینونو، چاپېریال، د ځمکې د استملاک او ټولنیزې چارې یې بشپړې شوې دي.

د ټاپي پروژه له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال ستره او مهمه اقتصادي پروژه ده.

د سوداګرۍ وزارت وایي چې د عملي کار په پیل سره به‌یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.