د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس نن د مې په اوومه شمالي مقدونیې ته ورسېد.
دا اول وار دی چې د واتیکان مشر مقدونیې ته ځي.
پاپ به د بالکان په سیمه کې درېیو هېوادونو ته په دې سفر کې نن د مقدونیې خلکو ته وینا وکړي.
شمالي مقدونیه یو کوچنی هېواد دی چې ۲،۱ ميلیون وګړي لري.
د مقدونیې د خلکو لویه برخه ارتودوکس مسیحیان دي.
خو په دې هېواد کې د مسلمانانو ستره ټولنه چې په خټه البانیایان دي، اوسېږي.
د شمالي مقدونیې د وګړو له څلورو یو مسلمان دی او ګڼل کېږي چې ۱۵ زره کاتولیک مسیحیان هم هلته مېشت دي.