پامپیو: د ونزوئلا په اړه مې خپل روسي سیال سره ښې خبرې کړي

ارشیف، د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په فنلنډ کې. JULY 16, 2018

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو وايي، د ونزوئلا په اړه‌یې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ښې خبرې کړي.

سرګي لاوروف دا خبرې «رغندې» بللې دي.

دواړو ډیپلوماتانو په فنلند کې د ارکټيک شورا د غونډې په څنډه کې د دوشنبې په ورځ سره وليدل.

دا لیده کاته په‌داسې حال کې شوي چې د ونزوئلا د بحران په اړه وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

واشنګټن په ونزوئلا کې د حکومت د مخالف خوان ګوایدو ملاتړ کوي او هغه‌یې د دې هېواد مشروع مشر بللی دی، خو مسکو ولسمشر نیکلاس مادورو ته وفادارو ځواکونو ته نظامي سلاکاران ګومارلي دي.

د دوشنبې تر لیدنې وروسته، پامپیو خبریالانو ته وويل چې دی هيله لري له مسکو سره به په هغو برخو کې پرمختګ وشي چې په‌کې د دواړو هېوادونو ګټه ده.