په ننګرهار کې ديني عالمانو له حکومته وغوښتل چې د دوی پر وړاندې دې د هدفي وژنو مخه ونيسي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس محمد داوود مجاهد ازادي راډیو ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار کې شپږ ديني عالمان د هدفي وژنو قرباني شوي دي.
یو شمېر ديني عالمان وايي چې سخت دريځي دوی د افغانستان د نظام د ملاتړ په خاطر وژني.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي چې ولایتي اداره د ديني عالمانو خونديتوب ته ژمنه ده او پهدې اړه به ځانګړي اقدامات کوي.
ده زیاته کړه:
"زموږ له علماوو کرامو څخه هیله ده چې نور دې خپل ممبر د هغو کسانو پر ضد وکاروي چې هغوی افغانان وژني، علماء وژني، قومي مشران وژني، په ښارونو او ولسوالیو کې ځانمرګي او ترورېستي بريدونه کوي."
ښاغلي خوګياڼي زیاته کړه چې د علماوو د هدفي وژنو په تړاو یو شمېر کسان نيول شوي او مجازات به شي.