د ولسمشر غني او عمران خان ټیلیفوني خبرو خلیلزاد خوشحاله کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم عمران خان تر منځ په وروستیو ټیليفوني خبرو خوښي ښودلې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون خپلو کې ټیليفوني خبرې وکړې چې د چاراکو په وینا، دواړه لوري د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په نتیجه کې پر اقتصادي ودې غږېدلي دي.

زلمی خلیلزاد چې دا مهال له طالب استازو سره د خبرو لپاره دوحه کې دی، پر خپل ټوېټر یې د دوو هېوادونو د مشرانو د دې خبرو په اړه لیکلي:

"دواړو مشرانو هغه اقتصادي شراکت ستایلي چې د سولې په ځانګړې توګه د سیمه ییز اتصال په نتیجه کې ترلاسه کېدای شي."

ښاغلي خلیلزاد دا یو داسې شریک لیدلوری بللی چې په وینا یې په واقعیت کې سیمه وړاندې بیولای شي.