امریکا ایران ته د پیغام لپاره په منځني ختیځ کې پوځي امکانات ځای کوي

د امریکا او ایران بیرغونه

سپینه ماڼۍ وايي، امریکا ایران ته د یوه روښانه پیغام د ورکولو لپاره په منځني ختیځ کې اضافي پوځي امکانات ځای پر ځای کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په یوې بیانیې کې ویلي، متحده ایالات به د ایران له خوا په سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتوونکو او نا اراموونکو نښو نښانو او خبرداریو په ځواب کې، د ابراهم لنکلن په نوم د (یو. اېس. اېس) د الوتکې لېږدوونکو بېړیو یوه ډله او بم غورځوونکی اوفراتیفي ځواک ځای پر ځای کړي.

دا نوې پوځي سرچینې به د امریکا د پوځ د مرکزې قوماندانۍ تر څارنې لاندې ځای پر ځای شي.

بولټن زیاته کړې، د منځني ختیځ په شمول په سیمه کې د دې پوځي سرچینو ځای پر ځای کولو هدف دا دی، څو د ایران رژیم ته روښانه پیغام واستول شي چې د امریکا او یا د متحدیتو پر ګټو به یې د هر برید ځواب ورکړل شي.

نوموړي وړاندي ویلي چې امریکا له ایران سره د جګړې په هڅه کې نه ده، خو دې ته بشپړ چمتووالی لري چې د ایران د هر برید په وړاندې که هغه د ایران د نیابتي ملېشو که د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او یا د دې هېواد د منظمو ځواکونو له خوا وي، ځواب ووايي.