په بغلان کې د پروني برید د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی

په بغلان ولایت کې پر امنیې قوماندانۍ د طالبانو د پروني برید د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري بېګاه ناوخته له ازادي راډيو سره د وژل شویو او ټپیانو شمېرې شریکې کړې او زیاته یې کړه:

"د پېښې تر پایه ۶۶ ټپيان زموږ روغتیايي مرکزونو ته راوړل شوي وو، شل کسان هم شهیدان شوي، شهیدان اکثر مطلق پوځیان دي، له ټپیانو بیا شل تنه ملکیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ټپيانو له ډلې د ۱۴ کسانو وضعیت نازک دی."

د بغلان پر امنیې قومندانۍ پرون غرمه وسله والو طالبانو ډله ییز برید پیل کړ او تر ماښام یې دوام درلود.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیید کړه چې برید د ټولو اته واړو بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې ۱۳ پولیس وژل شوي، ۳۵ پولیس او ۲۰ تنه ملکیان هم ټپیان دي.

افغان ولسمشر اشرف غني دا برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان پوځیان په ټول توان د هغو په وړاندې چې په بېګناه خلکو بریدونه کوي، جنګېږي.

ارګ ماڼۍ په دې اړه پرون ناوخته اعلامیه خپره کړه.

وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې په شپږنیم ساعته جګړه کې یې تر اتیاو زیات افغان پوځيان وژلي او لسګونه وسایط یې له منځه وړي.