نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه خپاره کړي؟

یونایټېد پرېس انټرنېشنل:

یونایټېد پرېس انټرنېشنل UPI خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته د اشارې په ترڅ کې لیکلي چې مخکښو افغان مشرانو د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبان غواړي چې لومړی باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خپرونه لیکي، طالبان غواړي چې د سولې خبرې تر هغه وځنډوي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، خو د UPI په وینا، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو پر طالبانو فشار راوستی چې د سولې لپاره د امریکا بلنه همدا اوس ومني.

خپرونه زیاتوي چې سلګونه ښځو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړ او له طالبانو سره د خبرو په برخه کې یې خپلې سرې کرښې وټاکلې.

UPI د لویې جرګې د یوې کمېټې د مشرې سیمین نوري له قوله لیکي چې وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پایله باید دا نه وي چې د ښځو د حقونو په برخه کې ټول شوي پرمختګونه به هېرېږي او موږ به د پخوانیو ظلمونو منلو ته اړ ایستل کېږو.

په مطلب کې د دې جرګې د یوې بلې کمېټې د مشر عبدالحنان له قوله راغلي چې وايي، د جګړې دواړه لوري باید اوربند وکړي.

همداراز د یوې بلې کمېټې مشر محمد قریشي UPI ته ویلي، افغانان هره ورځ بې دلیله وژل کېږي، نو ځکه یو بې قید او شرطه اوربند باید اعلان شي.

خو خپرونه په عین حال کې د طالبانو د هغه بیان یادونه کوي چې له جرګې وروسته یې خپور کړ.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې بیان کې دا لویه جرګه سمبولیکه بللې او ویلي یې دي چې په روژې مبارکه کې جهاد لا زیات ثواب لري.

انډيپینډېنټ:

بریتانوۍ ورځپاڼې انډيپینډېنټ په خپله وروستۍ ګڼه کې د سولې په لویه جرګه کې د ښځو د ګډون په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د جرګې د څو ګډونوالو مېرمنو له قوله راغلي چې وايي، دوی په جرګه کې له پامه غورځول شوي او څنډې ته شوې وې.

دې مېرمنو ورځپاڼې ته ویلي دي چې له دوی سره نارینه وو نه، بلکې د ښځینه پولیسو په ګډون خپله ښځو ناوړه چلند کاوه.

انډيپينډېنټ د عیني شاهدانو له قوله لیکي چې د جرګې په دوهمه ورځ یوه مېرمن د وینا په حال کې وه چې یوه نارینه ورته وویل، ستاسو یې له سولې سره څه؟ ستاسو ځای په اشپزخانه کې دی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون ویلي وو چې د جرګې د څه باندې ۳۲۰۰ غړو په سلو کې شااوخوا ۳۰ ښځې وې.