د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر بلغاریا ته په سفر تللى

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس بلغاریا ته په سفر تللى دى.

نوموړي دغه هېواد ته له رسېدو سره سم د بلغاريا له چارواکو غوښتنه وکړه چې خپل زړونه او کورونه د پناه غوښتونکو په وړاندې پرانيزي.

پاپ فرانسېس وويل، بلغاريا خپل اتباع د کډوالۍ په خاطر له لاسه ورکوي او هغه مجبوريتونه دې په ښه ډول درک کړي چې خلک له خپلو هېوادونو وتلو ته مجبوروي.

پاپ فرانسېس به په بلغاريا کې د رومن عيسويانو د اقليت له مشرانو سره هم وګوري.

بيا به له پلازمېنې صوفيه دباندې د پناه غوښتونکو يو مرکز هم وګوري.