زماني: ایران سرچینې منسجمې کړي چې خپل تېل په خړ بازار کې وپلوري

د ایران بیرغ

د ايران يو چارواکى وايي، هېواد يې خپلې ټولې سرچينې منسجمې کړي چې خپل تېل په "خړ بازار" کې وپلوري.

د هغه په خبره، هېواد به يې پرته له دې چې د امريکا بنديزونه په پام کې ونيسي، دا کار کوي.

د ايران د نفتو مرستيال وزير امير حسين زماني نيا دا خبره نن يکشنبه کړې ده.

زماني نيا دا خبرې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې نور د تېلو واردوونکو ته پر تهران له بنديزونو معافيت نه تمديدوي.

د دغه معافيت په مرسته ځينو هېوادونو کولاى شول چې پر ايران له لګول شويو بنديزونو سره سره له تهرانه تېل راونيسي.

وروسته له هغې چې تېر کال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ، پر ايران يې بيا سخت بنديزونه ولګول.