د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا وايي، د انتخاباتو بهیر د سولې تر شعاع لاندې راغلی او د ولسواکۍ ارزښتونه د دغې پروسې قرباني شوي.
د انتخاباتي سیاستونو ګډوډیو د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښمن کړي او ورته اشاره کوي.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه سیاسي بهیر باید په لوی لاس له ستونزو سره مخ نشي.
ده وویل:
"که د دې مسایلو مخنیوی ونه شي، تاسې شاهد اوسئ چې راتلونکي انتخابات به بدترین انتخابات وي چې څوک به بیا دا راټولای نه شي او د دغه کړکېچ راټولول به بیا ان د جان کیري له توانه هم لوړ وي."
ایوب زاده ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې او د سولې په پروسه کې د حکومت او خلکو لانجو انتخابات ګوښه کړي او دغه پروسه باید قرباني نه شي.
دغه انتخاباتي بنسټ وايي، کوم څار چې پرانتخاباتي کمېسیونونو لري، د دواړو کمېسیونونو چارې له مهالوېش سره سمې پرمخ نه ځي او دغه کار حتی د نړیوالې ټولنې باور له منځه وړی دی.
ښاغلی ایوب زاده په داسې حال کې دغې موضوع ته اشاره کوي چې حکومت او نړیواله ټولنه تر ډېره حده له طالبانو سره خبرو ته خوشبیني ښيي او وایي چې په دې برخه کې هڅې ترپخوا زیاتې شوې دي.
ناوړه مدیریت، په کار کې ناغيړي، د ظرفیتونو نه شتون، د کمېسیونونو تړاو، د کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه او د دوی ترمنځ نه هغمږي هغه تورونه دي چې د ټیفا له لوري په انتخاباتي کمېسیونونو پورې کېږي.
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون وايي، د انتخاباتو قانون له تعدیل وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو دایمي کارکوونکي د هغې تفاهم لیک له مخې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون ترمنځ شوی، دغه اداره یوازې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارکوونکو ته سهولتونه برابروي او د کمېسیون په کارونو کې مداخله نه کوي.
دغه انتخاباتي بنسټ وايي، د هغه څار له مخې چې له انتخاباتي کمېسیونونو یې لري، د کمېسیونونو کارونه د ترتیب شوي جدول له مخې مخکې نه ځي او حتی دغه کار د نړیوالې ټولنې بې باوري هم رامنځته کړې ده.
ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر او له بایومټریک سېستمه د کار اخیستنې پروسه پيل شي.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کارول شویو رأیو ورکوونکو فهرست په راتلونکو انتخاباتو کې ورته د منلو وړ نه دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د انتخاباتي کمېسیونونو د ناغېړۍ په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې لاهم د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو برخلیک نه دی معلوم.
دا چې اوس د کابل د انتخاباتو د فورمو د بیاځلې څېړنې له پیله یوه اوونۍ تېرېږي، د ټیفا بنسټ د کابل حوزې د انتخاباتو په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پرېکړه د منلو وړ نه بولي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي دا موضوع چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو کارونه د زماني جدول بندۍ له مخې وروسته پاتې دي، ردوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي
بل خوا د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، تازه څېړنو موندلې چې د کابل په انتخاباتو کې پراخ فساد او درغلي د انتخاباتي کمېسیونونو له لوري شوې ده.
د دغه کمېسیون کميشنر او ویاند قاسم الیاسي ازادي راډيو ته وویل، د کابل د انتخاباتو اتیا فورمې یې بیا پیدا کړې او د کابل ولایت د انتخاباتو د لغوه کېدو د پرېکړې امکان یې کم کړی دی.
نوموړي وویل:
"زموږ کار د جدول په اساس مخ ته ځي، موږ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره یو ځای کارونه کوو، زموږ فیصلې تقریباً عملي جامه اغوندي، مدني او ناظرو بنسټونو ته ډاډ ورکوو، که موږ ته اجازه راکړي، ویلای شو چې سل په سلو کې عدالت په ښه شکل تامینولای شو."
په ورته وخت کې په راتلونکو درېیو انتخاباتو کې د بایومټریک سېستم د کارېدنې څرنګوالی بله موضوع ده چې څارونکي بنسټونه ورته اشاره کوي او وايي چې کارېدنه به یې ناممکنه وي.
ټیفا وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې کم ظرفیتي، د لازمې بودجې نه شتون، د لوجستيک مدیریت او نور مدیریتونه هغه موادر دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې نه شي عملي کولای او دغه بنسټ یې پرعملي کولو ټینګار کوي.
راپور: رحمت الله افغان