حامد کرزی: د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په خپل نه ګډون پښېمان نه یم

ارشیف، مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی له ازادي راډيو سره په یوه ځانګرې مرکه کې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې له نه ګډونه پېښمان نه دی.

پخوانی افغان ولسمشر وايي، د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت له لوري په مناسب وخت کې ترسره نه شوه او دی په دې جرګه کې له نه ګډونه پېښمان نه دی.

حامد کرزي وویل چې جرګې په دې هېواد کې د ستونزو د هواري ښې لارې دي، خو ټینګار يې وکړ چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د نظر یووالی موجود نه و.

ښاغلي کرزي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ولسمشر غني په لومړیو کې ویلي چې اوس د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو لپاره مناسبه موقع نه ده.

مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی د ازادي راډيو له خبریالې فیروزې عزیزي سره د یوې ځانګړې مرکې په حال کې

ده زیاته کړه:

"ما ورته وویل چې اوس د لویې جرګې د جوړولو وخت نه دی، ښه دا ده چې دا جرګه په لومړیو کې ترسره شوې وای او یا هم د کار په ختم کې، هغه وخت چې اجرائیه رئیس ډاکتر صاحب عبدالله ورسره توافق نه درلود او زما په مخ کې یې ورته وویل چې رئیس صاحب راځه چې په یوه مجلس کې د جرګې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړو، نور مشران هم قانع نه وو او زه پوهېدم چې طالبان د جرګې پایلې ردوي."

د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدرب رسول سیاف په مشرۍ د خلکو ۳۲۰۰ استازو په ګډون د تېرې اوونۍ د دوشنې په ورځ په کابل کې پیل او د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.

د دغې جرګې غړو یو ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک هم خپور کړ چې په هغه کې د اوربند، د بین الافغاني مذاکراتو پیل، په افغانستان کې د طالبانو لپاره د دفتر جوړېدل او پر ځينو نورو مسایلو ټينګار شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې په پای غونډه کې وویل چې د دغې جرګې په پرېکړه لیک کې ذکر شوي موارد به ورته د سولې په پروسه کې د لارې نقشه وي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وایي چې د پرېکړه لیک له یوې مادې په استثنا چې له دیني اړخه یې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي او د افغانستان د جګړې لوی لامل بلل کېږي، د پرېکړه لیک نور ټول مواد سوله غوښتونکي او د خلکو د هرکلي وړ دي.

ده وویل:

"په اعلامیه کې یې په یوه ځای کې د سولې خبره او د سولې هیله یاده شوې او په هغه ځای کې چې د سولې په تړاو واضح وړاندیزونه شوي، ترې هرکلی کوو، یعنې د جرګې په جوړېدو او د خلکو په راټولېدو کې ستونزه نشته، د اعلامیې درېيمه ماده د ستونزې د جوړولو لامل کېږي، خو زه په دې اړه تبصره نه لرم، خو د جرګې پاتې مواد د سولې لپاره د خلکو هیله بولم او ترې هرکلی کوم."

پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، ولسمشریزو انتخاباتو ته ۱۲نوماندانو او یو شمېر سیاسي څېرو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډونه ونه کړ.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې د سولي مشورتي لویه جرګه د خلکو لپاره تازه لاسته راوړنه نه لرله.

خو عبدرب رسول سیاف چې د سولې مشورتي لویې جرګې مشري ور پرغاړه وه، د دغې جرګې په پرانیست او پای غونډه کې وویل چې دغه ټولې څېرې د سولې په تړاو له ټول هڅو ملاتړ کوي.

راپور: فېروزه عزیزي