یوناما: د جګړې ښکېلې خواوې دې د روژې په مناسبت جګړه ودروي

د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د شخړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د روژې په مناسبت جګړه ودروي.

د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې روژه افغانانو ته د عبادت او رياضت زمينه برابروي، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شويو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى.

يوناما د روژې په مناسبت د جګړې بندولو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو د حکومت د اوربند پېشنهاد نه دى منلى.

جمهوري رياست پرون هم خپله خبره تکرار کړه، هغه دا چې حکومت اوربند ته تيار دى، خو په دې شرط چې دوه اړخيز وي.