په خوست ښار کې دوو بمي چادونو ۶ ملکیان ټپیان کړل

نن د یکشنبې د ورځې ماسپښين مهال د خوست ښار د بلند منزلونو په لین کې دوو چاودنو ۶ ملکیان ټپیان کړل.

د خوست د امنیې قوماندان رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې اوله چاونه د سړک په ګلدان کې وشوه چې ځاني زیان يې نه درلود، خو کله چې خلک راټول شول، دوهمه چاونه وشو او ۶ ملکیان په کې ټپیان شول.

یاده سرچینه وايي چې دوهم بم په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.

د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر دا هم وايي چې په دې ځای کې درېیم بم هم ځای پر ځای شوی و چې پولیسو کشف او شنډ کړ.

بل لوري ته د زرمحمد متونوال په نوم یو کس چې په همدې سیمه کې يې دوکان دی، وویل چې اوله چاودنه په سلماني کې وشوه او ځاني زیان يې نه درلود، خو چې په تعقیب يې دوهمه چاودنه وشوه، یو شمېر خلک يې ژوبل کړل.

د خوست امنیتي مسؤلینو د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.

تر اوسه کومې ډلې د یادو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.