د تخار سناتور محمد افضل شامل په کابل کې ټپي او مېرمن يې وژل شوې

د تخار ولايت سناتور محمد افضل شامل په کابل کې ټپي او مېرمن يې وژل شوې ده.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه حمله نن سهار وختي په څلورمه حوزه کې د هغه په کور کې شوې ده.

ښاغلى فرامرز وايي، د سناتور شامل کور ته څوک دننه نه دي ورغلي، بلکې ډزې په کور کې دننه شوي چې د هغه په خبره، ممکن کورنۍ قضيه وي.

ويل شوي چې په پېښه کې د ښاغلي شامل يوه کوچنۍ لور ټپي شوې هم ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د سناتور شامل ١٢ شخصي ساتونکي په کور کې حاضر وو.