چارواکي: په کندهار کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي وايي، تېره شپه په ميوند، سپين بولدک، شاه وليکوټ او خاکرېز ولسواليو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند وایي، ۵ وسله وال طالبان د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

جمال ناصر بارکزي وويل، پاتې وسله وال په نورو ولسواليو کې وژل شوي دي.

ده زیاته کړه:

"د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشان سيمه کې وسله وال طالبان پر يوه کمين وربرابر شوي چې ١٥ طالبان پکې وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي، د سپين بولدک ولسوالۍ پر ناوې پوسته جګړه شوې چې ٣ طالبان هلته وژل شوي او يو تن ټپي دى."

بارکزى وايي، د کندهار- ارزګان د لويې لارې کنډک په جګړه کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ ټپيان شوي دي.

په دغو جګړو کې د ٢ پوليسو د ټپي کېدو خبر هم ورکول شوی دى.

بل خوا د کندهار په دامان ولسوالۍ کې درې ماشومان نن سهار په یوه بمي چاودنه کې ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغو پېښو په اړه د دولت وسله والو مخالفانو تبصره نه ده کړې.