نامعلومو وسله والو د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو رئيس وواژه

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمن همدرد

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمن همدرد وژلی دی.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"همدرد تېره شپه د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه را ایستل شوی او وژل شوی چې مړی یې د سړک پر غاړه غورځولی دی."

تر اوسه پورې چا د دغې پېښې مسؤليت نه دى منلى.