د غزني په ګیرو کې ۹ کاله وروسته یو روغتیایي مرکز بیا پرانیستل شو

د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې یوازنی روغتیايي مرکز چې ۹ کاله پخوا بند شوی و، بیا پرانیستل شو.

په غزني کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د ګیرو ولسوالۍ د (پناه روغتیايي مرکز) پرون پرانیستل شو.

دا کلینیک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د طالبانو د ګواښونو له کبله بند شوی و.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د کلینیک په پرانیستلو خوښ دي، ځکه چې د عادي روغتیايي ستونزو لپاره مجبور وو چې نورو ولسوالیو یا ولایتونو ته لاړ شي.

محمد امیري وايي:

"خوشحاله یوو چې یو ځل بیا د ناروغانو غم وخوړل شو، داسې وخت راغلی چې له دې لوري به مو پر موټرسایکل حامله ناروغه سپره کړه، له هغې خوا به مو مړه راوړه، د عامې روغتیا ریاست دې د دغه مرکز لپاره ټول امکانات راته برابر کړي."

د سیمې یو ډاکتر نظر افغان وايي چې د کلینیک د بندېدو له کبله د ګیرو یو نسل له واکسیناسیونه بې برخې شوی دی.