وسلهوالو طالبانو د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو قوماندان او د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال له تښتولو وروسته وژلي دي.
د سرپل د والي وياند وايي، وسلهوالو طالبانو پرون په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د محلي پوليسو يو قوماندان او د دې ولسوالۍ د پوليسو اداري مرستيال له ځان سره بیولي وو.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني نن یکشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د دواړو مړي تېر ماښام خپلو کورنیو ته وسپارل.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ويلي.