د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر وايي، لا هم باور لري چې د شمالي کوريا لهخوا د لنډ واټنه توغنديو له توغولو سره سره دغه هېواد سره يوه اټمي موافقه کېداى شي.
د شمالي کوريا لهخوا دغه توغول شوي نامشخص لنډواټنه توغندي ختيځو سواحلو ته نږدې پر اوبو لګېدلي دي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په ټویټر کې ليکلي:
"د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون پوهېږي چې زه ورسره يم او نهغواړي خپله ژمنه ماته کړي، بالاخره به يوه موافقه کېږي."
پرون تر دې مخکې د جنوبي کوريا پوځ ويلي وو چې شمالي کوريا د جاپان د سمندرګي پر لوري يو شمېر لنډواټنه ميزائيل توغولي دي.
لومړني راپورونه وايي چې دا توغندي بالیستيک نهوو.
سپينې ماڼۍ ويلي چې د شمالي کوريا پر دغو اعمالو خبره ده او د وضعيت څارنې ته به دوام ورکړي.
شمالي کوريا وروستى وار د ٢٠١٧ میلادي کال په نومبر مياشت کې بالیستيک توغندي توغولي وو.