سیول: شمالي کوریا دې د کوریا په ټاپووزمه کې ترینګلي کړنې بندې کړي

د جنوبي کوریا بیرغ

جنوبي کوریا له شمالي کوریا غوښتي څو هغه کړنې بندې کړي چې د کوریا په ټاپووزمه کې پوځي ترینګلتیا زیاتوي.

سیول دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې د پیونګ یانګ له خوا د توغندیو د توغولو راپورونه خپاره شول.

د شنبې په ورځ د جنوبي کوریا د ولسمشر د ویاندې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې سیول د شمالي کوریا له خوا د لنډ واټن د توغندیو پر ویشتلو ډېر اندېښمن دی.

د جنوبې کوریا دې ویاندې زیاته کړې:

"موږ تمه لرو چې شمالي کوریا به د اټمي بې وسلې کولو د خبرو د چټک پیل لپاره له روانو هڅو سره په فعاله توګه یو ځای شي."

تر دې مخکې د جنوبي کوریا پوځ ویلي وو، شمالي کوریا د شنبې په ورځ د جاپان د سمندرګي پر لور یو شمېر د لنډ واټن توغندي ویشتي.

د راپورونو له مخې، دا توغندي په سمندر کې راپرېوتي دي.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي، متحده ایالات د شمالي کوریا له دې کړنو خبر دي او د وضعیت څارنې ته دوام ورکوي.

لومړني راپورونه ښيي چې ویشتل شوي راکټونه بالستیک توغندي نه وو.