چارواکي: په کندهار، زابل او ارزګان کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف، په ارزګان کې افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې

چارواکي وايي، په کندهار، زابل او ارزګان کې پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان سکرتر قسیم ازاد ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پر یوې اړوندې پوستې د طالب وسله والو برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ده وویل:

"موږ درې تنه شهیدان او څلور ټپیان لرو، د طالبانو ۱۴ تنه وژل شوي، ۷ یې ټپیان شوي چې د ځینو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي."

بل خوا په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د زابل په شینکۍ، ارغنداب، دايچوپان او د ارزګان په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بريدونو پر مهال د ۳۶ وسله والو د وژل کېدو او ۲۴ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې.

د دې قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د جمعې له ورځې راهېسې شوي شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په خپلواکه توګه هم د حکومتي لورې له خوا د دې ادعاوو سپیناوی نه دی شوی.