د پکتیا چارواکي: طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري مېرمن او زوی وژلي

د پکتیا ولایتي مقامات وایي، وسله والو طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري مېرمن او زوی وژلي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل:

"د جمعې په مازیګر د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کې د یوه طالب قوماندان عزیز له خوا یوه مېرمن د خپل دیارلس کلن ماشوم زوی سره یوازې په دې تور وژل شوي چې ولې یې خاوند په ملي پوځ کې دنده تر سره کوي."

بل خوا په سیمه کې د وسله والو طالبانو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، ازادي راډيو ته پېښه تأیید کړه او ویې ویل:

"دغه پېښه شخصي جنایي پېښه ده، کار یو عادي طالب کړی او په عسکرۍ پورې ربط نه لري او موږ یې دغه عمل غندو."

د مقتولې مېرمنې او ماشوم کورنۍ په دې اړه خبرې نه دي کړي.